انصار: (د مرغومی۱۶ مه)، د مشهور هنرمند فرهاد دریا له لوري د هرات زلزله ځپلیو ته پر جوړو شویو کورونو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بې شمېره نیوکې کړي دي.
فرهاد دریا د انتقاد کوونکو د نیوکو په وړاندې په غبرګون کې ویلي چې له پیله یې هم په پام کې نه و چې زلزله ځپلیو ته به «قصرونه» جوړوي.
فرهاد دریا د هرات د اکتوبر د میاشتې په زلزلو کې بې کوره شویو خلکو ته د سرپناه د برابرولو لپاره نژدې ۷۰ زره ډالر ټول کړل او په هغو یې ۳۷ کوچني کورونه جوړ کړل.
د ده په وینا دا کورونه چې د وردکانو په سنجاب کلي کې د () په طریقه جوړ شوي، د ساده ظاهر خلاف یې د زلزلې او حرارت په وړاندې ډېر مقاومت لري.
فرهاد دریا همداراز پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي:«د هرات د شمال لوېدیځ په سختو شرایطو کې، چې زلزلې او وژونکي بادونه پر خلکو قیامت راولي، د زرګونو کسانو لپاره چې سخت ژمی یې ژوند ګواښي، دا تر ټولو غوره او په خیمو او کانتینرونو کې تر اوسیدو ډاډمن هستوګنځي دي. دې ډول کورونو په چیلي، نیپال، ترکیې، ایران او څو نورو زلزله زېږو هیوادونو کې خورا ښخه نتیجه لرلې ده.»
د هرات زلزلو څو اوونۍ دوام وکړ او د تېر دسمبر په وروستیو کې هم دا ولایت یوې زلزلې چې شدت یې تر پخوانبو کم و، ولړزاوه.
که څه هم ډېرو بې دلیله او یا د کورونو د ساده ډیزاین له کبله پر فرهاد دریا نیوکې کړي خو ځینو له دې کبله نیوکې کړې چې د دغو کورونو سایز کوچنی دی. د هر کور اندازه لس متره ده او پخلنځی او تشناب نه لري.
خو فرهاد دریا ویلي چې دا کورونه یې د دې لپاره جوړ کړي چې زلزله ځپلي د سخت ژمي له یخنۍ وژغورل شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29440